اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال جواد سهراب ملك به په سعودي عرب كښې شريكې مرستې ته وده وركولو او پاكستاني افرادي قوت لپاره د روزګار موقعو په لټولو هم خبرې اترې كوي۔د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم خاص مرستيال جواد سهراب ملك د سعودي عرب په پنځه ورځنۍ سركاري دوره دے او هغه به د …
د وزيراعظم خاص مرستيال جواد سهراب ملك په پنځه ورځنۍ دوره سعودي عرب ته روان شو
اسلام آباد 13نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال جواد سهراب ملك به په سعودي عرب كښې شريكې مرستې ته وده وركولو او پاكستاني افرادي قوت لپاره د روزګار موقعو په لټولو هم خبرې اترې كوي۔د ګل په ورځ د جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم خاص مرستيال جواد سهراب ملك د سعودي عرب په پنځه ورځنۍ سركاري دوره دے او هغه به د سعودي عرب د محنت وزير٬د محنت نائب وزير او د سعودي اعلٰی كمپنو سي اي اوز سره د خپلو ملاقاتونو په مهال د پاكستان هنر مند او غېر هنر مند افرادي قوت لپاره د كنسټركشن٬ هوسپټلیټی، سروسز، نرسنګ اور کیئر پشمول پراخا پروژو كښې د نورو موقعو ضرورت رامخې ته كوي۔سعودي عربستان كښې به د ليبر ماركيټ په بدل شوي رجحانات هم خبرې اترې كېږي۔ د خاص مرستيال دورې مقصد د پاكستان د افرادي قوت وژن 2023 د سعودي عرب اقتصادي بدلون پروګرام سره همغږي پېدا كول دي چې ورسره به شريكو ګټو لپاره قومي همكارۍ ته وده ترلاسه شي۔ د خاص مرستيال دورې سره به سعودي عرب څخه ترسيلات زر هم زيات شي كوم به چې د پاكستان د معيشت په استحكام كښې بشپړ كردار ترسره كړي۔ خاص مرستيال د سعودي عرب په دوره روانېدو سره د دې هيلې څرګندونه كړې چې دا دوره به دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركړي او دې سره به د دواړو هېوادونو په پرمختګ او خوشحالۍ مثبت اثرات مرتب شي۔











