په غزه كښې په رنځورانو او عامو وګړو د اسرائيل ډزې د جارحيت او بې ضميرۍ نه سوا بل هېڅ نه دي٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔13نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري چارو دوهم سېكتر او د بېړنۍ مرستې كوارډينېټر مارټن ګرفتھس وئيلي دي چې په غزه كښې په رنځورانو او عامو وګړو د اسرائيل ډزې د جارحيت او بې ضميرۍ نه سوا بل هېڅ نه دي۔ ده په سوشل ميډيا اېكس غزه كښې د بشري وضعې په اړه جاري كړي خپل بيان كښې ووئيل روغتونونه بايد محفوظ ځايې وي٬ د جنګي …

ملګري ملتونه ۔13نومبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري چارو دوهم سېكتر او د بېړنۍ مرستې كوارډينېټر مارټن ګرفتھس وئيلي دي چې په غزه كښې په رنځورانو او عامو وګړو د اسرائيل ډزې د جارحيت او بې ضميرۍ نه سوا بل هېڅ نه دي۔ ده په سوشل ميډيا اېكس غزه كښې د بشري وضعې په اړه جاري كړي خپل بيان كښې ووئيل روغتونونه بايد محفوظ ځايې وي٬ د جنګي اقداماتو د لارې دا د برېښنا ٬ اوبو او خوراك څخه محرومه كول او روغتون څخه په تېښته كوؤنكي رنځورانو او عامو وګړو ډزې كول له جارحيت او بې ضميرۍ نه سوا بل هېڅ نه دي۔ مارټن ګرفتھس ووئيل د دې كارروائيو بايد غندنه وكړې شي او دا بايد ختم كړې شي۔

مزید خبریں