غزه – د الشفاﺀ روغتون دننه او بهر پرتو مړو ښخولو له څوك هم نشته ٬ د فلسطين د روغتيا وزارت

رام اللہ ۔13نومبر(اے پی پی) په غزه كښې د حماس انتظاميې د روغتیا وزارت وئیلي دي چې د الشفاء روغتون مخې ته د مړو د ښخولو لپاره څوک هم نشته۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د فلسطين د روغتيا وزارت د وياند حوالې سره وئيلي دي چې د الشفاﺀ روغتون دننه او بهر د مړو انبارونه لګېدلې دي خو څوك د دوئي د ښخولو نشته بلخوا قابض ځواك د روغتون …

رام اللہ ۔13نومبر(اے پی پی) په غزه كښې د حماس انتظاميې د روغتیا وزارت وئیلي دي چې د الشفاء روغتون مخې ته د مړو د ښخولو لپاره څوک هم نشته۔ د سعودي خبر رسنې ادارې د فلسطين د روغتيا وزارت د وياند حوالې سره وئيلي دي چې د الشفاﺀ روغتون دننه او بهر د مړو انبارونه لګېدلې دي خو څوك د دوئي د ښخولو نشته بلخوا قابض ځواك د روغتون زمكيزه او فضائي محاصره كولو سره په هر حركت كوؤنكي څيز د ډزو لړۍ پېل كړې ده۔ وياند اشرف القدرة وئيلي چې الشفاﺀ روغتون له هر ډول طبي خذماتو وړاندې كولو څخه عاجز شوے دے۔ برېښنا په بشپړه توګه قطع كړې شوې او كمپلېكس اسرائيلي ټېنكونو محاصره كړی دې۔ ده ووئيل د روغتون چاپېره صورتحال په مېدان جنګ كښې بدل شوے دے۔ ده زياته كړه چې رنځوران په روغتون كښې كومو حالاتو سره مخ دي هغه بيانولې نه شي۔

مزید خبریں