ریاض 10نومبر (اے پي پي) د سعودی خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان سره د برتانيې خپل همڅنګ جیمز کلیورلی ملاقات کړېدے۔ د عرب نیوز له مخې د سعودی پايه تخت ریاض كښې د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو د سعودی عرب او برتانيې ترمينځه اړيكو ته ودي وركولو جاج واخست۔ دواړٶ مشرانو د غزه په موجوده صورتحال او امن لپاره په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ شهزاده …
د سعودی خارجه وزير سره د برتانيې خپل همڅنګ ملاقات
ریاض 10نومبر (اے پي پي) د سعودی خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان سره د برتانيې خپل همڅنګ جیمز کلیورلی ملاقات کړېدے۔ د عرب نیوز له مخې د سعودی پايه تخت ریاض كښې د ملاقات په مهال دواړو خارجه وزيرانو د سعودی عرب او برتانيې ترمينځه اړيكو ته ودي وركولو جاج واخست۔ دواړٶ مشرانو د غزه په موجوده صورتحال او امن لپاره په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ شهزاده فیصل بن فرحان د سعودی عرب د موقف پخلې كولو سره ووئيل مونږ د بے ګناه وګړو په نښه كولو سخته غندنه كوو او بشري مرستي لپاره د لاري پرانستلو غوښتنه كوو











