انقرہ ۔6نومبر (اے پی پی) د ترکیې صدر رجب طیب اردواان وئیلي دي چې دا زمونږ فرض دے چې چې د اسراییلو له ظلمونو څخه د خپلو فلسطیني وروڼو ساتنه وکړو او د نړۍ د سترګو په وړاندې په غزه کښې د روان قتل عام مخه ونیسو۔ د تركيې د خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي په خپله وينا كښې په غزه د اسرائيلو بريدونه غندلو سره ووئيل دا …
په غزه كښې د روان قتل عام مخنيوې زمونږ فرض دے ٬ ترك صدر
انقرہ ۔6نومبر (اے پی پی) د ترکیې صدر رجب طیب اردواان وئیلي دي چې دا زمونږ فرض دے چې چې د اسراییلو له ظلمونو څخه د خپلو فلسطیني وروڼو ساتنه وکړو او د نړۍ د سترګو په وړاندې په غزه کښې د روان قتل عام مخه ونیسو۔ د تركيې د خبري اژانس د خبر له مخې نوموړي په خپله وينا كښې په غزه د اسرائيلو بريدونه غندلو سره ووئيل دا د نړۍ او د اسلامي ټولنې اخلاقي مسووليت دى چې په غزه كښې د دغه ناوړه او وحشي وژنې د پلويانو جرمونو مسترد كړي۔ ده ووئیل چې مونږ به هیڅکله په غزه کښې خپل وروڼه بې کوره، بې آسرې او يوازې پرې نه ږدو۔











