د فيروز جمال شاه كاكاخيل د كلنې لوك ميلې پرانستې دستوره كښې ګډون

پشاور۔ 05 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو، کلتور او سياحت نګران وزير بيرسټر فيروز جمال شاه کاکاخېل په اسلام آباد لوک ورثه کښې د کلنۍ لوک مېلې د پرانستلو په مراسمو کې ګډون او وېنا وکړه۔ صوبائي وزير د قامي ورثې او ثقافت وفاقي وزير جمال شاه او د فلسطين سفير احمد جواد رباعي سره د صوبو لخوا د لګولو شوو سټالونو دوره وکړه۔د خېبر پښتونخوا …

پشاور۔ 05 نومبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو، کلتور او سياحت نګران وزير بيرسټر فيروز جمال شاه کاکاخېل په اسلام آباد لوک ورثه کښې د کلنۍ لوک مېلې د پرانستلو په مراسمو کې ګډون او وېنا وکړه۔ صوبائي وزير د قامي ورثې او ثقافت وفاقي وزير جمال شاه او د فلسطين سفير احمد جواد رباعي سره د صوبو لخوا د لګولو شوو سټالونو دوره وکړه۔د خېبر پښتونخوا د کلتور او ټورز اتھارټي چارواکي مېلمنو سره د خېبرپښتونخوا پوېلين بېلا بېلو سيمو ته لاړل٬ مېلمنو د سټالونو، فوډ کارنر، لوک موسيقۍ، هنر او ادب، کلتوري جامو، ګلدوزۍ او زيورونو كښې ژوره خوښي ولرله او له ولسي موسيقۍ يې خوند واخېست۔د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو، کلتور او سياحت وزیر بیرسټر فیروز جمال شاه کاکاخېل د فلسطین کارنر هم دوره وکړه، له کورنیو سره یې وکتل او دوئي ته يۍ د خیبر پښتونخوا حکومت او خلکو لخوا د پیوستون پېغام ورسولو۔ بېرسټر فیروز جمال شاه کاکاخېل د پرانیستې په مراسمو کښې د وینا په مهال ووئیل چې دا ډول ايونټ مونږ سره یو موټی کوي او د یوې ټولنې په توګه زموږ کلتور، اقدار او د يوې ټولنې په توګه زمونږ د سوچ عكاسي كوي۔ ده ووئيل دا ډول ايونټ د دې څرګندونه وي چې زموږ هدف څه دے او په کوم لوري روان یؤ او راتلونکي نسل ته کومه ورثه انتقالول غواړو.ده ووئيل فلسطيني كاز٬ د فلسطين اولس او د هغوي ثقافت او ورثه تر ټولو پخوانے ثقافت دے، د هغه ځايې دې چرته چې د انسانيت او تهذيب امتزاج كېږي٬ فلسطين كاز لپاره مونږ د حكومت او قام په حېث ولاړ يؤ۔ په خاص توګه د خيبر پښتونخوا پيغام دا دے چې مونږ به د خپلې وينې تر آخرې څاڅكې ستاسو سره يؤ۔ مونږ هغه مقصد لپاره ولاړ يؤ كوم لپاره چې د فلسطين اولس ولاړ دے۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي هغه ورځ لرې نه ده چې كله به مونږ يوه دستوره په يروشلم او د غزه په زړه كښې وكړؤ۔

مزید خبریں