غزه ٬ په المغازي كيمپ د اسرائيل بمباري – 30 كسان ووژل شول

مقبوضه بیت المقدس۔5نومبر(اے پی پی) د غزه په المغازي كېمپ د اسرائيلي بمبارۍ په نتيجه كښې 30 كسان مړه شوي دي۔ د عرب خپرونو ادارې له مخې په غزه كښې د روغتيا وزارت وياند اشرف القدرة لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې تېره شپه د اسرائيلي هوائي ځواكونو په المغازي كېمپ بمباري وكړه ٬ دغې څخه وروستو الاقصی شهداﺀ روغتون ته 30 څخه د زياتو كسانو …

مقبوضه بیت المقدس۔5نومبر(اے پی پی) د غزه په المغازي كېمپ د اسرائيلي بمبارۍ په نتيجه كښې 30 كسان مړه شوي دي۔ د عرب خپرونو ادارې له مخې په غزه كښې د روغتيا وزارت وياند اشرف القدرة لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې تېره شپه د اسرائيلي هوائي ځواكونو په المغازي كېمپ بمباري وكړه ٬ دغې څخه وروستو الاقصی شهداﺀ روغتون ته 30 څخه د زياتو كسانو مړي راوړلې شوي دي۔ ده ووئيل اسرائيل نېغ په نېغه د عامو وګړو په كورونو بمباري كړې ده۔ په مړو شويو كسانو كښې زياته شمېره د مېرمنو او ماشومانو ده۔ ده زياته كړه چې 7 اكتوبر څخه تر دې دمه 9 زره 480 فلسطيني وګړي شهيد شوي دي په كومو كښې چې زياتره مېرمنې او ماشومان دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره شپه د غزه محاصرې بشپړ كېدو څخه وروستو اسرائيلي چيف آف سټاف لېفټېننټ هرزي هلېوي د ښار دوره وكړه او عسكرو سره وكتل۔

مزید خبریں