لاهور۔4نومبر(اے پی پی) پاك پروردګار د دعوت او تبليغ پېغام د خپل پېغمبر نبي اكرم (ص) د لارې ټول امت ته ورسولو٬ دا پېغام هرې زمانې لپاره وو٬ دا پېغام راروانو نسلونو ته د رسولو ذمه واري اوس د امت محمدي (ص) ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ مولانا ربیع الحق (بنګله دېش)، فاروق بګلور،مولانا زبیر الحسن آف انډیا،مولانا ابراهیم دیوله او نورو علماﺀ كرامو د اجتماع …
د رائيونډ تبليغي اجتماع اختتامي دعا نن كيږي

مزید خبریں
لاهور۔4نومبر(اے پی پی) پاك پروردګار د دعوت او تبليغ پېغام د خپل پېغمبر نبي اكرم (ص) د لارې ټول امت ته ورسولو٬ دا پېغام هرې زمانې لپاره وو٬ دا پېغام راروانو نسلونو ته د رسولو ذمه واري اوس د امت محمدي (ص) ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ مولانا ربیع الحق (بنګله دېش)، فاروق بګلور،مولانا زبیر الحسن آف انډیا،مولانا ابراهیم دیوله او نورو علماﺀ كرامو د اجتماع بېلو نشستونو ته خپل خپل خطاب كښې وكړه۔ دوئي وفرمائيل چې دنيا د آخرت د تيارۍ ځايې دے٬ انسان چې څه هم كوي هغه دې دې سوچ سره وكړي چې زه د آخرت تياري كوم نو د هغه ټولې مسئلې به پاك پروردګار هوارې كړي۔ ده ووئيل نبي اكرم (ص) د امر بالمعروف او نهي عن المنكر تاكيد كړې دې ٬ دغسې د ظالمانو د لاس نيولو حكم يۍ كړے دے۔ پروردګار خپل كتاب كښې فرمائي تاسو غوره امت يۍ ٬ خلقو ته ګټه رسولو له ويستلې شوي يۍ٬ تاسو د نېكۍ حكم او بدۍ څخه منع كول كوۍ۔ دوئي ووئيل راځۍ چې ټول په ګډه د دې نېك مشن ترسره كولو له خپل ځانونه پېش كړؤ۔ د نړيوالې تبليغي اجتماع اختتامي دعا به نن د اتوار په ورځ كېږي٬ دعا به مولانا ابراهیم دیوله كوي۔ د اجتماع دويمه مرحله به د زيارت په ورځ په 9 نومبر پېل كېږي۔











