نیویارک ۔3نومبر (اے پی پی)د امریکې غیر سرکاري تنظیم د خبريالانو د تحفظ کمیټۍ (سی پی جے)خپل ابتدائي تحقیقات مكښې وئېلي دي چې غزہ كښې د 7 اکتوبر نه روان جنګ كښې تر اکتوبر آخري ورځو 31 خبريالان او د میډیا کارمندان وژلې شوي دي۔ د سعودي ابلاغ زريعو ترمخه دا کمیټي غزہ كښې د وژلے شوو او ژوبل شوو نه علاوہ په حراست كښې د اغستونكو یا بې دركه …
د غزہ په جنګ كښې 31 خبريالان او د میډیا کارمندان وژلې شوي ، سی پی جے
نیویارک ۔3نومبر (اے پی پی)د امریکې غیر سرکاري تنظیم د خبريالانو د تحفظ کمیټۍ (سی پی جے)خپل ابتدائي تحقیقات مكښې وئېلي دي چې غزہ كښې د 7 اکتوبر نه روان جنګ كښې تر اکتوبر آخري ورځو 31 خبريالان او د میډیا کارمندان وژلې شوي دي۔ د سعودي ابلاغ زريعو ترمخه دا کمیټي غزہ كښې د وژلے شوو او ژوبل شوو نه علاوہ په حراست كښې د اغستونكو یا بې دركه خبريالانو د ټولو راپورونو جاج اخلي ۔د سي پی جے تر مخه د كومو خبريالانو د وژلې شوو تصدیق شوے دے په هغې كښې 26 فلسطینیان ، 4 اسرائیلي او يو لبنانے شامل دے ۔ د دې نه علاوہ 8 میډیا کارمندان ژوبل شوي دي او 9 بې دركه دي ۔











