په فلسطين كښې د بشري تباهۍ مخ نيوې پكار دے ٬ د چين خارجه وزير

بیجنګ۔3نومبر(اے پی پی)د چين خارجه وزير وانګ اي د اردن نائب وزيراعظم ٬ خارجه وزير او د بهرنيو چارو وزير منصب لرونكي اېمن صفادي سره ټېلېفوني تماس نيولے او په غزه كښې د كډوالو په كېمپونو د بريد غندنه كولو سره يۍ وئيلي دي په فلسطين كښې د بشري تباهۍ لړۍ بايد اودرولې شي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې چينائي خارجه وزير ووئيل د فلسطیني او اسرائیلي اولس …

بیجنګ۔3نومبر(اے پی پی)د چين خارجه وزير وانګ اي د اردن نائب وزيراعظم ٬ خارجه وزير او د بهرنيو چارو وزير منصب لرونكي اېمن صفادي سره ټېلېفوني تماس نيولے او په غزه كښې د كډوالو په كېمپونو د بريد غندنه كولو سره يۍ وئيلي دي په فلسطين كښې د بشري تباهۍ لړۍ بايد اودرولې شي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې چينائي خارجه وزير ووئيل د فلسطیني او اسرائیلي اولس ځانونه يو برابر دي٬ په دې لړ كښې بايد دوه مخيز معيار خپل نه كړے شي او د بشري تباهۍ مخ نيوے اوشي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې چين د اردن لخوا د فلسطين اسرائيل خبرو او په فلسطین اسرائیل شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد مسودې تيارولو وړاندېز ستائنه كوي۔ ده ووئيل چين د جنګ بندۍ او امن راوستلو له د عرب هېوادونو د مهم وړاندېز هم ملاتړ كوي۔ وانګ ای ووئيل د روانې مياشتې په مهال د سلامتي كونسل د موجوده چيئرمېن په حېث به چين د صورتحال زر تر زره ښه كولو له ټولې ممكنه هڅې كوي۔ ده ووئيل تر ټولو اول به مونږ له د جنګ بندۍ هڅه او د مرستې چېنلز باوري كول وي۔

مزید خبریں