جکارته ۔2نومبر(اے پی پی) د انډونيشيا په ايسټ نوسا ټينګارا ولايت كښې د زيارت په ورځ سهار د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شول۔ د زلزلې له امله كوم ځاني زيان نه دې رامخې ته شوې۔ د زلزلې د جړقونو محسوسېدو سره سمدستي په صوبائي سرښار كوپانګ كښې خلقو كورونه پرېښودل او لارو ته راووتل۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې رپورټ له مخې د انډونیشیا جیو فزکس اېجنسۍ بی اېم …
د انډونيشيا په ايسټ نوسا ټينګارا ولايت كښې د 6.1 شدت زلزله
جکارته ۔2نومبر(اے پی پی) د انډونيشيا په ايسټ نوسا ټينګارا ولايت كښې د زيارت په ورځ سهار د 6.1 شدت زلزلې جړقونه محسوس شول۔ د زلزلې له امله كوم ځاني زيان نه دې رامخې ته شوې۔ د زلزلې د جړقونو محسوسېدو سره سمدستي په صوبائي سرښار كوپانګ كښې خلقو كورونه پرېښودل او لارو ته راووتل۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې رپورټ له مخې د انډونیشیا جیو فزکس اېجنسۍ بی اېم کے جی د زلزلې شدت 6.6 ښودلې دې۔ د امریکائي جیولوجیکل سروے له مخې د زلزلې مركز کوپانګ ښار ته نزدې د تېمور جزیرې په لوئيديز كښې 36.1 کلومیټر ژوره كښې وو۔ د زلزلې له امله د ښار ځينو ودانيو څخه ملبه راپرېوته او ځينو كسانو خپل كورونه هم خالي كړل۔ د ځائي چارواكو له مخې د زلزلې د لاسه د سونامي كومه اندېښنه نشته۔ د زلزلې څخه وروستو د كم شدت آفټر شاكس هم محوسس كړې شول۔











