تیونس ۔2نومبر(اے پی پی) د تيونس پخواني صدر منصف مرزوقي په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ غوښتنه كولو سره وئيلي دي چې د عرب هېوادونو لارښود دې په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره هر ډول فشار وكاروي۔ د الجزيره رپورټ له مخې ده ووئيل عرب اولس د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي پوځ كارروائيو په بندولو كښې په ناكامه پاتې كېدو خپلو حكومتي مشرانو څخه خفه دے۔ ده ووئيل …
د تيونس پخواني صدر منصف مرزوقي په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ غوښتنه
تیونس ۔2نومبر(اے پی پی) د تيونس پخواني صدر منصف مرزوقي په غزه كښې د فوري جنګ بندۍ غوښتنه كولو سره وئيلي دي چې د عرب هېوادونو لارښود دې په غزه كښې جنګ بندۍ لپاره هر ډول فشار وكاروي۔ د الجزيره رپورټ له مخې ده ووئيل عرب اولس د فلسطينيانو په ضد د اسرائيلي پوځ كارروائيو په بندولو كښې په ناكامه پاتې كېدو خپلو حكومتي مشرانو څخه خفه دے۔ ده ووئيل عرب حكومتونو له به خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي دغسې چې هغوي د خونړي كارروائيو مخه ونيولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په غزه كښې د اسرائيلي كارروائيو په نتيجه كښې تر دې دمه 8800 فلسطینی وګړي شهيدان شوي دي په كومو كښې چې زياته شمېره د مېرمنو او ماشومانو ده۔











