غزه كښې سمدستي په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ د لارې سياسي حل پلو تلل ضروري دي٬ د اردن فرمانروا د امرېكې صدر ته پېغام

عمان ۔1 نومبر (اے پي پي ) د اردن فرمانرواه شاه عبدالله دوم د امرېكې صدر جوبائيډن سره تېلې فوني تماس كښې په دې خبره زور راوړے جې په غزه كښې سمدستي په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ د لارې سياسي حل پلو تلل ضروري دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې تر مخه شاه عبد الله دوم وئېلي دي نړيوالې ورورولۍ له د غزه جنګ تباه حال وګړو ته د …

عمان ۔1 نومبر (اے پي پي ) د اردن فرمانرواه شاه عبدالله دوم د امرېكې صدر جوبائيډن سره تېلې فوني تماس كښې په دې خبره زور راوړے جې په غزه كښې سمدستي په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ د لارې سياسي حل پلو تلل ضروري دي۔ د سعودي خبر رسنې ادارې تر مخه شاه عبد الله دوم وئېلي دي نړيوالې ورورولۍ له د غزه جنګ تباه حال وګړو ته د بشري مرستې د كوم ځند نه غېر رسائي باوري كول غواړي ۔ ده ووئېل غزه كښې د بشري خواخوږۍ په بنيادونو جنګ بندي ناګزير ده٬ د اردن بادشاه په دې خبره زور راوړو چې د فلسطين اسرائيل د شخړې يواځنے حل دوه رياستي حل دے كوم چې د 4 جون 1967 په خطوط يو ازاد فلسطيني رياست پلو تلل دي د كوم پايه تخت چې ختيز بېت المقدس وي۔ سپېنې ماڼې تصديق كړے چې د بائيډن او شاه عبد الله دوم تر مينځه د غزه مرستې زياتولو لپاره په شريك عزم خبرې شوي دي۔ د امرېكې صدر غزه اپرېشن كښې د وګړو د لږ نه د لږ زيان په كېدو زور راوړے دے ۔بيان كښې وئېلې شوي د اردن بادشاه او د امرېكې صدر غزه كښې د فلسطنيانو نه بې كوره كولو په ضرورت هم اتفاق كړے دے ۔ياد دې وي چې د اسرائيل په بريدونو كښې په تېرو 26 ورځو كښې 8 زره نه زيات فلسطنيان شهيدان شوي دي

مزید خبریں