د تعلیم یافته ځوانانو سره د هيواد سباون تړلے دے ، د خېبرپښتونخوا ګورنر

پېښور ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئېلې دي د تعلیم یافته ځوانانو سره د هېواد سباون تړلے دے او هېواد د نړۍ په قامونو كښې اودرولو لپاره به تعلیم یافته ځوانانو له خپل كردار تر سره كول وي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ګورنر د ګل په ورځ د پیښور یونیورسټۍ كليز کانووکیشن 2023 ته د مشر مېلمه په توګه خطاب کښې وكړه۔ …

پېښور ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئېلې دي د تعلیم یافته ځوانانو سره د هېواد سباون تړلے دے او هېواد د نړۍ په قامونو كښې اودرولو لپاره به تعلیم یافته ځوانانو له خپل كردار تر سره كول وي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ګورنر د ګل په ورځ د پیښور یونیورسټۍ كليز کانووکیشن 2023 ته د مشر مېلمه په توګه خطاب کښې وكړه۔ دستوره كښې نګران صوبائي د تعليم وزیر ډاکټر قاسم جان، وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر محمد ادریس،وائس چانسلر زرعي یونیورسټي پروفیسر ډاکټر جهان بخت، د فیکلټۍ غړو او طلباء و طالبات ګډون كولو ۔ګورنر په کانووکیشن كښې د سیشن 2021 او 2022 شپاړسم تعلیم تر سره كوونكو 455 طلباء او وطالبات له ډګرۍ وركړې او 36 طلباء او طالبات له ئې ګولډ میډلز وركړل۔ دستورې ته نګران صوبائي وزیر ډاکټرقاسم جان هم خطاب وكړواو وائس چانسلر د هر كلي سره د يونيورسټۍ سالانه راپور وړاندې كړو ۔ګورنر په دې مهال د ذده كوونكو مو پلار او هغوي له مباركي وركړه او د لا محنت په حاجت ئې زور راوړو

مزید خبریں