د اولنۍ قبلې ٬ مسجد اقصی او د فلسطين تر آزادۍ به مونږ ته آرام رانشي٬ مولانا فضل الرحمن

کوئټه۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د جمیعت علما اسلام (ف ) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې تر كومې اولنۍ قبله ٬ مسجد اقصی او فلسطين آزاد شوے نه وي مونږ ته به آرام رانشي٬ پاكستانې اولس فلسطيني وروڼو خوېندو سره لك د غر ولاړ دے٬ د غزې په وضعيت نړۍ په نظرياتي توګه تقسيم ليدلې شي ٬ د فلسطين په اړه د لوئيديز خاموشي د افسوس وړ …

کوئټه۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د جمیعت علما اسلام (ف ) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې تر كومې اولنۍ قبله ٬ مسجد اقصی او فلسطين آزاد شوے نه وي مونږ ته به آرام رانشي٬ پاكستانې اولس فلسطيني وروڼو خوېندو سره لك د غر ولاړ دے٬ د غزې په وضعيت نړۍ په نظرياتي توګه تقسيم ليدلې شي ٬ د فلسطين په اړه د لوئيديز خاموشي د افسوس وړ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د کوئټې په ایوب اسټډیم كښې طوفان آلا اقصی کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د هند وزيراعظم نرېندر مودی ښه ښكاره د اسرائيل ملاتړ كړے دے٬ د افسوس خبره ده چې زمونږ اسلامي هېوادونو خپلو مسلمانانو وروڼو لپاره تر دې دمه كوم عملي ګامونه نه دي پورته كړې٬ غزه دا مهال بدترين حالت څخه تېرېږي٬ چرته چې د زرګونو په شمېر مېندې ٬ ماشومانو او مشران شهيدان شوي دي٬ د سختې بمبارۍ څخه څوك هم محفوظ نه دي۔ په غزه باندې بارود ورول كوم انصاف دے۔ ده ووئيل د فلسطين تر بشپړه آزادۍ به ستړې روانې وي۔ طوفان آلااقصی کنفرنس ته فلسطيني استازي ډاكټر ناجي ظهير هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل د اسرائيل انجام او زوال نزدې دې٬ فلسطينې اولس پاكستان ته ګوري٬ تاريخ ګواه دې چې پاكستان تل د فلسطين مرسته كړې ده۔ ده ووئيل مسلمانان بېت المقدس سره روحاني عقيدت لري۔ د جمیعت علما اسلام ف مرکزی عمومي سېكتر مولانا عبد الغفور حېدری ووئيل دې كنفرنس سره ډېرې هيلې تړلې دي۔

مزید خبریں