کوئټه۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګراني صوبائي وزير جان اچكزئي وئيلي دي په پولو ون ډاكيومنټ پالېسي لاګو كول د رياست پاكستان پرېكړه ده په كومه به چې عملدرآمد باوري كولې شي٬ د هېواد د ټولو پولو په كراسنګ پوائنټ به آمدورفت د پاسپورټ موجودګۍ سره تړلې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په چمن كښې دهرنه كښې ګډون كوؤنكي دې په …
په پولو ون ډاكيومنټ پاليسي لاګو كول د رياست پاكستان پريكړه ده ٬ عملدرآمد به پرې باوري كولې شي٬ جان اچكزئي

مزید خبریں
کوئټه۔ 29 اکتوبر (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګراني صوبائي وزير جان اچكزئي وئيلي دي په پولو ون ډاكيومنټ پالېسي لاګو كول د رياست پاكستان پرېكړه ده په كومه به چې عملدرآمد باوري كولې شي٬ د هېواد د ټولو پولو په كراسنګ پوائنټ به آمدورفت د پاسپورټ موجودګۍ سره تړلې وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په چمن كښې دهرنه كښې ګډون كوؤنكي دې په دې خبره پوه شي چې ون ډاكيومنټ رجيم به عملي كولې شي۔ ده ووئيل د نړۍ په ټولو هېوادونو كښې په نړيوال بارډر کراسنګ ون ډاکیومنټ ضروري وي له دې كبله پاكستان هم د هېواد په پراخا ګټه كښې دا پرېكړه كړې ده چې په بارډرز کراسنګ دې ون ډاکیومنټ رجيم لاګو كړے شي دغسې چې د آمد ورفت په صحيح ډول نګراني وكړې شي۔








