پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) په پاکستان کې دروسيې سفير ډينيلا ګېنچ وئيلي دي چې پاکستان اؤ روس د اسلاموفوبيا په ضد په يوه صفحه دي، پاکستان يو ستر هيواد دے اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ ښې اړيکې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پاكستان او رشين فېډرېشن ترمينځه د سفارتي اړيكو د 75 کلونو د بښپړ كېدو مناسبت سره په پېښور رشين فېډرېشن …
پاكستان د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كړے او روسيه يۍ ملاتړ كړے دے٬ روسي سفير ډينيلا ګېنچ

مزید خبریں
پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) په پاکستان کې دروسيې سفير ډينيلا ګېنچ وئيلي دي چې پاکستان اؤ روس د اسلاموفوبيا په ضد په يوه صفحه دي، پاکستان يو ستر هيواد دے اؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ ښې اړيکې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پاكستان او رشين فېډرېشن ترمينځه د سفارتي اړيكو د 75 کلونو د بښپړ كېدو مناسبت سره په پېښور رشين فېډرېشن كښې د پاكستاني زده كوؤنكو لخوا راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې روسي سفير ته تود هركلې ووئيلې شو۔ دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل پاكستان يو ميلمه پال هېواد دے، د دواړو هيوادونو ترمينځ مضبوطې سفارتي اړيکې دي چې د وخت په تيريدو سره به نورې هم ټينګې شي، پاکستان داسلام فوبيا په ضد غږ پورته کړے دے او روس ددے ملاتړ كړے دے۔ پاکستان او روس د اسلام فوبیا په ضد په یو صفحه ولاړ دي، روس د پاکستان سره د اوږدې مودې اړیکې لري۔ د روس سفیر په خپله وینا کښې ووئیل روس د نړۍ پنځم ستر اقتصاد ګرځېدلی، مونږ د پاکستان سره تجارتي اړيكې زياتول غواړؤ۔ ده وئويل روسيه په غزه كښې روان جنګ ختمولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل اسراییل باید بریدونه ودروي او بشري مرستې باید غزې ته ورسېږي.
(رقم–








