پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت د نومبر په اولنۍ نېټه د ډېډ لائن ختمېدو څخه وروستو په ګرده صوبه كښې د افغان كډوالو په شمول د ټولو غېر قانوني بهرنيانو په ضد په لويه كچه د كرېك ډاؤن كولو تياري كړې ده٬ په غېر قانوني توګه دلته پاتې كېدونكي به نيولې شي او درې بېلو ځايونو ته په عارضي توګه منتقل كولو څخه وروستو …
د خيبر پښتونخوا حكومت لخوا د غير قانوني بهرنيانو په ضد په لويه كچه د كريك ډاؤن كولو تياري

مزید خبریں
پېښور ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت د نومبر په اولنۍ نېټه د ډېډ لائن ختمېدو څخه وروستو په ګرده صوبه كښې د افغان كډوالو په شمول د ټولو غېر قانوني بهرنيانو په ضد په لويه كچه د كرېك ډاؤن كولو تياري كړې ده٬ په غېر قانوني توګه دلته پاتې كېدونكي به نيولې شي او درې بېلو ځايونو ته په عارضي توګه منتقل كولو څخه وروستو به هېواد څخه بهر لېږلې شي۔ په دې لړ كښې نګرانۍ لپاره پېښور كښې اېډیشنل ډپټی کمشنر ریلیف عمران خان ، هری پور كښې سپرټېنډنټ جېل عمېر خان او لنډی کوتل خېبر كښې ایډیشنل ډپټی کمشنر ریلیف نعمان علی شاہ فوکل پرسنز نومولې شوې دې۔ صوبائي داخله محكمې اعلاميه جاري كړې چې له مخې يۍ غېر قانوني بهرنيان به هېواد څخه ويستلو څخه وړاندې په عارضي توګه ورکرز ویلفئربورډ کالونی پېښور ، د هری پور سېنټرل جېل ته نزدې سيمه او د تحصيل لنډي كوتل په خېبر سيمه كښې ساتلې شي۔ د داخله محكمې ذريعو له مخې په آزاد كشمير او هزاره ډويژن كښې ګرفتار كېدونكي بهرني وګړي به په هري پور او پېښور ٬ ملاكنډ ډويژن او سوئيلي ضلعو كښې ګرفتار كېدونكي به د وركر وېلفر بورډ كالونۍ په عارضي خېمه بستۍ كښې ساتلې شي۔








