د چينائي استازي د فلسطين په مسئله قاهره كښې امن کنفرنس کښې ګډون ٬ په دوه رياستي حل زور

قاهرہ ۔22اکتوبر (اے پی پی) د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين د حکومت ځانګړي استازي زائي جون د مصر په پلازمينه قاهره کښې د فلسطين مسئلې حوالې سره رابللې شوي امن کنفرنس کښې ګډون وکړو٬ د ده وېنا وه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د تکرارېدونكې شخړې حل كولو بنيادي لاره په دوه رياستي حل عملدرآمد ٬ د يو آزاد فلسطين رياست جوړېدل او د فلسطين او …

قاهرہ ۔22اکتوبر (اے پی پی) د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين د حکومت ځانګړي استازي زائي جون د مصر په پلازمينه قاهره کښې د فلسطين مسئلې حوالې سره رابللې شوي امن کنفرنس کښې ګډون وکړو٬ د ده وېنا وه چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د تکرارېدونكې شخړې حل كولو بنيادي لاره په دوه رياستي حل عملدرآمد ٬ د يو آزاد فلسطين رياست جوړېدل او د فلسطين او اسرائيل يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدل دي۔ په غونډه كښې د مصر ٬ فلسطين ٬ متحده عرب امارات ٬ قطر ٬ بحرېن ٬ موريطانيه ٬ سوئيلي افريقې ٬ برطانيې ٬ فرانس ٬ المان ٬ برازيل او روسيه په شمول د 31 هېوادنو مشرانو لارښودو ٬ خارجه وزيرانو او د ملګرو ملتونو ٬ عرب ليګ ٬ افريقائي ائتلاف او اروپائي ائتلاف په شمول د نورو نړيوالو او سيمه ايزو تنظيمونو مسئولينو ګډون وكړو۔ د چينائي ميډيا له مخې زائي جون په خپل تقرير کښې وويل چين د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د شخړې حالت ته ډېره پاملرنه کوي او د دې د زياتوالي په نتيجه كښې په پراخا كچه د عامو وګړو د وژل كېدو او د انساني بحران اندېښنه لري۔ ده ووئيل وويل چين د هر هغه عمل غندنه کوي چې بشريت ته زيان رسوي، زائي جون وويل چين د هر هغه چلند مخالفت کوي په كوم كښې چې د نړيوال قانون خلاف ورزي كیږي۔ چين په سمدستي توګه د پوځي عملياتو په بندولو زور راوړي۔ ده ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به معروضيت او انصاف پسندي په ځايې ساتل او عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل ملګري ملتونه بايد زر تر زره په پراخا كچه نړيوال امن كنفرنس راوبلې او نړيواله اتفاق رايې رامخې ته كولو سره زر تر زره د فلسطين مسئلې ټولشموله او تلپاتي حل ته وده وركړي۔ ده ووئيل د فلسطين اسرائيل شخړه كښې زياتوالي يو وارې بيا دا ثابته کړه چې د فلسطين مسئله له پامه غورځېدې او هېرېدې نه شي۔ ده ووئيل د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د تکرارېدونكې شخړې حل كولو بنيادي لاره په دوه رياستي حل عملدرآمد ٬ د يو آزاد فلسطين رياست جوړېدل او د فلسطين او اسرائيل يو بل سره په سولييز ډول پاتې كېدل دي۔

مزید خبریں