د پاكستان الوتكه د فلسطنيانو د مرستې سامان سره مصر ته رسېدلې

قاهره 20 اکتوبر (اے پي پي)غزه كښې د فلسطين اولس لپاره د پاكستان بشري مرستې لپاره يوه الوتكه د مصر العريش انټرنېشنل هوائي مېدان ته رسېدلې ده ۔د مصر په پايه تخت قاهره كښې د پاكستان سفارت له مخې د پاكستان څخه 81 ټنه بشري او طبي مرسته وړونكې سيوه خاص الوتكه مصر ته رسېدلې ده ۔په مصر كښې د پاكستان سفارت له مخې د العريش هوائي اډه غزه څخه …

قاهره 20 اکتوبر (اے پي پي)غزه كښې د فلسطين اولس لپاره د پاكستان بشري مرستې لپاره يوه الوتكه د مصر العريش انټرنېشنل هوائي مېدان ته رسېدلې ده ۔د مصر په پايه تخت قاهره كښې د پاكستان سفارت له مخې د پاكستان څخه 81 ټنه بشري او طبي مرسته وړونكې سيوه خاص الوتكه مصر ته رسېدلې ده ۔په مصر كښې د پاكستان سفارت له مخې د العريش هوائي اډه غزه څخه 40 كلوميټر په فاصله ده۔په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال دا مرسته وړاندې غزه كښې تر فلسطين انجمن هلال احمر رسولو لپاره د مصر انجمن هلال احمر ته سپارلې ده ۔د پاكستان سفارت لخوا وئېلي شوي پاكستان په دې نازك وخت كښې د فلسطين اولس سره ولاړ دے او پاكستان به فلسطينيانو ته د ضروري مرستې سامان وركوي۔

مزید خبریں