غزه كښې په روغتون اسرائيلي بريدونه وحشيانه فعل او د دښمنۍ ثبوت دے۔ سوريه

دمشق 18 اکتوبر (اے پي پي) سوريه د غزه په پټي كښې په روغتون د اسرائيل د بريد غندنه كولو سره دا وحشيانه فعل او د اسرائيل سخته دښمني ګرځولې ده۔ د چين ميډيا له مخې د سوريه خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي د غزه په روغتون د اسرائيل بريد په جديد تاريخ كښې په ناوړه ظلمونو كښې يو دے او دا كاروائي په تشدد او جارحيت كښې …

دمشق 18 اکتوبر (اے پي پي) سوريه د غزه په پټي كښې په روغتون د اسرائيل د بريد غندنه كولو سره دا وحشيانه فعل او د اسرائيل سخته دښمني ګرځولې ده۔ د چين ميډيا له مخې د سوريه خارجه وزارت خپل بيان كښې وئيلي دي د غزه په روغتون د اسرائيل بريد په جديد تاريخ كښې په ناوړه ظلمونو كښې يو دے او دا كاروائي په تشدد او جارحيت كښې د پرېشانۍ وړ اضافه ده۔ سوريه د دې ډول پېښو په اړه د احتساب په ضرورت زور رواړولو سره نړيوالې ورورولۍ څخه مطالبه كړې چې ھغوي د اسرائيل لخوا د بشري حقونو د ښكاره خلاف ورزو لاره نيولو لپاره مداخلت وكړي

مزید خبریں