په روغتونونو بمباري جنګي جرم٬اسرائيل ريډ لائن عبور كړے ۔د فلسطين صدر

رام الله 18اکتوبر(اے پی پی)د فلسطين صدر محمود عباس د اسرائيل لخوا په غزه كښې په روغتون د بمبارۍ په اړه وئېلي دې روغتونونه په نخښه كول يو ناوړه جنګي جرم دے كوم چې برداشت كولے نه شوو او نه په دې خاموشي اختيارولې شوو۔د سعودي خبري اژانس له مخې ده ووئيل مونږ د دې خوفناك جنګ مخ نيوي نه سوا كوم بل څه نشو قبلولے ۔د فلسطين صدر ووئيل …

رام الله 18اکتوبر(اے پی پی)د فلسطين صدر محمود عباس د اسرائيل لخوا په غزه كښې په روغتون د بمبارۍ په اړه وئېلي دې روغتونونه په نخښه كول يو ناوړه جنګي جرم دے كوم چې برداشت كولے نه شوو او نه په دې خاموشي اختيارولې شوو۔د سعودي خبري اژانس له مخې ده ووئيل مونږ د دې خوفناك جنګ مخ نيوي نه سوا كوم بل څه نشو قبلولے ۔د فلسطين صدر ووئيل دا د نه بخښنې وړ جرم دے او دغسې قابض حكومت ټول ريډ لائن عبوري كړے ٬هغوي له به د دې جرم سزا سره مخ كېدل وي۔په روغتون د اسرائيلي بمبارۍ نه پس د فلسطينې صدر خپله د اردن دوره مختصر كولو سره فلسطين ته بېرته لاړو۔په روغتون د اسرائيلي بمبارۍ نه پس د فلسطين قيادت هنګامي غونډه راوبلله۔له بلې خوا په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين استازي رياض منصور د تنظيم عرب استازي څخه غوښتنه كړی چې هغوي زمونږ سره اودرېږي۔ده ووئيل د غزه په روغتون د تشدد بريدونو ټولې ذمه وارۍ په اسرائيل عائد كېږي۔ده په ملګرو ملتونو كښې خبريالانو ته ووئيل د دې فعل غندنه كوو او اسرائيل د دې قتل عام او جرم ذمه وار ګرځوو۔

مزید خبریں