د چين صدر شي جن پنګ سره د چلي صدر بوريك ملاقات و

بيجنګ 17اکتوبر(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ سره د چلي صدر ګيبريل بوريك د بيجنګ ګرېټ اولسي هال كښې ملاقات كړے۔د چلي صدر د چين سركاري دورې او نړيوالې مرستې" درېم بيلټ اينډ روډ" فورم كښې ګډون لپاره بيجنګ كښې موجود دے۔د چين مېډيا رپورټس له مخې په دې موقع شي جن پنګ وئېلي دي د سفارتي اړيكو جوړېدو نه پس د نيمې پیړۍ نه زياته موده كښې …

بيجنګ 17اکتوبر(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ سره د چلي صدر ګيبريل بوريك د بيجنګ ګرېټ اولسي هال كښې ملاقات كړے۔د چلي صدر د چين سركاري دورې او نړيوالې مرستې” درېم بيلټ اينډ روډ” فورم كښې ګډون لپاره بيجنګ كښې موجود دے۔د چين مېډيا رپورټس له مخې په دې موقع شي جن پنګ وئېلي دي د سفارتي اړيكو جوړېدو نه پس د نيمې پیړۍ نه زياته موده كښې د چين او چلي اړيكې د لاطيني امريكې او كيريبين هېوادونو كښې د چين اړيكې تل سرفهرست پاتې شوي۔چلي د سوئېلي امريكې وړومبے هېواد دے چا چې چين سره سفارتي اړيكې جوړې كړي او دا د چين او لاطيني امريكې ترمينځه “بليټ اينډ روډ”شريك تعمير كښې هم وړاندې روانې دي۔ده ووئيل د چلي صدر مملكت پرله پسې د درېم د نړيوالې مرستې بيلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون كوي٬كوم چې لاطيني امريكا او كيريبين هېوادونو كښې ځانګړې دے۔هغه ووئېل د چين او چلي ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې څخه د ډلو پرمختګ او خوشحالۍ ته وده ترلاسه شوې ده

مزید خبریں