بيجنګ 17اکتوبر(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ د انډونېزيا صدر جوكوو ويدودو سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښي څرګنده كړې۔د چين ميډيا رپورټس له مخې د مشرانو ترمينځه ملاقات د"بيلټ اينډ رود فورم"په موقع شوے ٬د انډونېزيا صدر د نړيوالې مرستې بيلټ انډ روډ كښې ګډون لپاره د چين په سركاري دوره تللے۔ملاقات كښې شي جن پنګ په …
د چين صدر شي جن پنګ د انډونېزيا هم څنګ جوكوويدودو سره ملاقات
بيجنګ 17اکتوبر(اے پی پی)د چين صدر شي جن پنګ د انډونېزيا صدر جوكوو ويدودو سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو خوښي څرګنده كړې۔د چين ميډيا رپورټس له مخې د مشرانو ترمينځه ملاقات د”بيلټ اينډ رود فورم”په موقع شوے ٬د انډونېزيا صدر د نړيوالې مرستې بيلټ انډ روډ كښې ګډون لپاره د چين په سركاري دوره تللے۔ملاقات كښې شي جن پنګ په ګوته كړه چې انډونېزيا هغه وړومبے ځاے دے چا چې د 21مې پېړۍ ميري ټائم سلك روډ تعمير له تجويز وركړر٬د تېرو لسو كلونو په مهال”بيلټ اينډ روډ”شريك تعمير كښې چين او انډونېزيا مرسته په منطقه كښې تر ټولو وړاندې پاتې ده كومې څخه چې د دواړو هېوادونو اولس ته زياته ګټه رسېدلې او دا د”بيلټ اينډ روډ”له مخې د مرستې مهمه نمونه ګرځېدلې ده











