د امريكا ٬ فرانس ٬ برطانيه او جاپان مخالفت ٬ سلامتي كونسل په غزه كښې د جنګ بندۍ په اړه د روسيه قرارداد مسترد كړو

نیو یارک ۔17اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غزه كښې د عامو وګړو په ضد د تشدد او ترهګرۍ غندلو او د جنګ بندۍ په اړه د روسيه وړاندې كړے قرارداد مسترد كړے۔ د سعودي رسنيو له مخې د ملګرو ملتونو په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې په غزه كښی په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ غوښتنه كولو په اړه د روسيه قرارداد مطلوبه 9 رائے …

نیو یارک ۔17اکتوبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غزه كښې د عامو وګړو په ضد د تشدد او ترهګرۍ غندلو او د جنګ بندۍ په اړه د روسيه وړاندې كړے قرارداد مسترد كړے۔ د سعودي رسنيو له مخې د ملګرو ملتونو په 15 كسيزه سلامتي كونسل كښې په غزه كښی په بشري بنيادونو د جنګ بندۍ غوښتنه كولو په اړه د روسيه قرارداد مطلوبه 9 رائے ترلاسه كولو كښې ناكامه شو۔ د قرارداد د مسودې په حق كښې 5 او مخالفت كښې 4 رائے وكارولې شوې۔ د روسيه په شمول چين ٬ متحده عرب امارات ٬ موزمبيق او ګېبون د قرارداد په حق كښې او امريكې ٬ فرانس ٬ برطانيه او جاپان د قرارداد په مخالفت كښې رائے وركړې ۔ البانیا، برازیل، اېکواډور، ګھانا، مالټا او سوئټزرلېنډ د رائے كارولو عمل كښې برخه وانغسته۔ روس د جمعې په ورځ په دې اړه مسوده وړاندې كړه په كومه كښې چې د بنديوانو خوشې كولو ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې رسنه او د وګړو په محفوظه توګه د وتلو غوښتنه شوې وه۔ په سلامتی کونسل كښې د امريكائي استازي لنډا تھامس ګرین فیلډ ووئيل د غزه عام وګړي بايد د حماس د اقدامات زيان پورته نه كړي۔ امريكائي استازي ووئيل په قرارداد كښې د حماس د تحريك حواله نه ده وركړې شوې او نه يۍ غندنه شوې ۔ د برطانېي استازي ووئيل دا د روسيه لخوا په سلامتي كونسل كښی د جدي اتفاق رائے ترلاسه كولو يوه قوي هڅه نه ده۔ په دې مهال فلسطيني استازي ریاض منصور ووئيل سلامتي كونسل د فلسطيني وګړو عامه وژنه جائز ګرځوي او په وژلې شوو تور لګوي۔ مونږ د كوم هم وګړي وژل نه غواړؤ كه هغه فلسطينے وي او كه اسرائيلې۔ بلخوا د اسرائيل استازي په غزه د بريد جواز وړاندې كولو سره ووئيل د دې مقصد د غزہ او فلسطین وګړي حماس څخه ساتل او خپل بنديوان راخوشې كول دي

مزید خبریں