واشنګټن۔17اکتوبر(اے پی پی) د امریکې جمهور رئيس جو بائیډن سبا (د شؤرو په ورځ) د اسرائيل او اردن دوره كوي٬ د دورې په مهال به هغه اسرائيلي او عرب مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ د امریکائي خبر رسنې ادارې له مخې امريكائي خارجه وزير انټونی بلنکن دا اعلان د نهې په ورځ اسرائیلی وزیراعظم بېنجمن نېتن یاهو او نورو اسرائيلي چارواكو سره 7 ساعته خبرو نه بس كړے۔ دا اعلان په …
صدر جوبائيډن سبا د اسرائيل او اردن دوره كوي٬ د امريكې خارجه وزير
واشنګټن۔17اکتوبر(اے پی پی) د امریکې جمهور رئيس جو بائیډن سبا (د شؤرو په ورځ) د اسرائيل او اردن دوره كوي٬ د دورې په مهال به هغه اسرائيلي او عرب مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ د امریکائي خبر رسنې ادارې له مخې امريكائي خارجه وزير انټونی بلنکن دا اعلان د نهې په ورځ اسرائیلی وزیراعظم بېنجمن نېتن یاهو او نورو اسرائيلي چارواكو سره 7 ساعته خبرو نه بس كړے۔ دا اعلان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شو كله چې په غزه كښې بشري وضعه زياته ناوړه كېدو پلو روانه ده او اسرائيل د حماس په ضد په 141 مربع میل سيمه د ممكنه بريد تيارې كوي۔ انټونی بلنکن ووئيل زه په يو داسې وخت كښې دا دوره كوم كله چې اسرائيل ٬ سيمه او نړۍ يو نازك وخت څخه تېرېږي۔ ده ووئيل بائیډن ته به اسرائيلي چارواكي د خپلو جنګي هدفونو او تګلارې په اړه بريفنګ وركوي چې هغوي د كوم ډول آپرېشن كولو اراده لري چې په مهال به يۍ د عامو وګړو د وژنې پېښې تر لږې كچې ته راوستلې شي او په غزه كښې به وګړو ته بشري مرسته ورسولې شي











