د اسرائيل څخه د 51 وګړو په انخلا كښې په مرسته د سوئېلي كوريا مننه كوو۔د جاپان خارجه وزير

ټوكيو 16اکتوبر(اے پی پی)د جاپان خارجه وزير د 51 جاپانيانو د پوځي مرستې سره د اسرائيل څخه په انخلا د سوئېلي كوريا مننه كړې ۔د جاپان خبري اژانس ادارې له مخې د جاپان خارجه وزير د سوئېلي كوريا هم څنګ پارك جن سره په ټېليفون خبرو كښې د اسرائيل څخه د 51 وګړو په انخلا مننه كړې ۔ د سوئېلي كوريا ځواكونو د اسرائيل-حماس شخړی څخه بچ كېدو او د …

ټوكيو 16اکتوبر(اے پی پی)د جاپان خارجه وزير د 51 جاپانيانو د پوځي مرستې سره د اسرائيل څخه په انخلا د سوئېلي كوريا مننه كړې ۔د جاپان خبري اژانس ادارې له مخې د جاپان خارجه وزير د سوئېلي كوريا هم څنګ پارك جن سره په ټېليفون خبرو كښې د اسرائيل څخه د 51 وګړو په انخلا مننه كړې ۔ د سوئېلي كوريا ځواكونو د اسرائيل-حماس شخړی څخه بچ كېدو او د راوتلو خواهشمندو وګړو هېواد ته بېرته راوستلو لپاره يوه الوتكه تل ابيب ته لېږلې وه۔د سيټونو خالي پاتې كېدو په سبب 51 جاپاني وګړي او نور كسان په دې الوتكه كښې كيښنولې شوي ۔دا ا لوتكه تېره ورځ د تل ابيب څخه روانه شوې او هم په دغه ورځ د شپې په وخت د سيئول نزدې پوځي اډه باندې كوزه شوې۔دواړو خارجه وزيرانو په اتفاق د جاپان او سوئېلي كوريا نزدې روابط به جاري ساتلے شي او د جنګ كم كولو او د خپلو وګړو انخلا لړۍ كښې په ګډه كار كوي۔

مزید خبریں