په سعودي عرب كښې د يوې اونۍ په مهال 16 زره غېر قانوني كډوال ونيولے شول

رياض 16اکتوبر(اے پی پی)سعودي عرب كښې د غېر قانوني كډوالو په ضد كار كونكې شريكې كمېټۍ د تېرې اونۍ په مهال 16 زره 790 غېر قانوني كډوال نيولې دي۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې غېر قانوني كډوالو په ضد كار كونكې شريكې كمېټۍ لخوا جاري بيان كښې وئېلي شوي دي دا ګرفتارۍ د 4 اكتوبر 2023 ترمينځه شوي۔كمېتۍ وئېلي دي په نيولے شوو كښې 10177 د اقامه قوانين په …

رياض 16اکتوبر(اے پی پی)سعودي عرب كښې د غېر قانوني كډوالو په ضد كار كونكې شريكې كمېټۍ د تېرې اونۍ په مهال 16 زره 790 غېر قانوني كډوال نيولې دي۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې غېر قانوني كډوالو په ضد كار كونكې شريكې كمېټۍ لخوا جاري بيان كښې وئېلي شوي دي دا ګرفتارۍ د 4 اكتوبر 2023 ترمينځه شوي۔كمېتۍ وئېلي دي په نيولے شوو كښې 10177 د اقامه قوانين په خلاف ورزۍ٬ 4523 د پولو به خلاف ورزۍ او 2090 د ليبر قانون په خلاف وزرۍ كښې ككړ وو۔ د يادې شوې مودې په مهال 709 كسان نيولي شوي كوم چې په پوله د راتېروېدو د داخلېدو هڅه كوله۔په نيولے شوو كسانو كښې 63 فيصد يمنيان٬ 34 فيصد د ايتهوپي او 3 فيصد د نورو هېوادونو كډوال شامل وو۔

مزید خبریں