ریاض۔15اکتوبر (اے پی پی)د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان له خپل چينايي سيال وانګ يي سره ټېلېفوني خبرو كښې د غزې او د دې د شاوخوا سيمې په وروستيو حالاتو خبرې وکړې۔ د سعودي عربستان د خبري اژانس د راپور له مخې د بهرنيو چارو دواړو وزيرانو په غزه كښې په روانه وضعه او په دې لړ كښې د روانو نړيوالو هڅو جاج واخست۔ د …
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير له خپل چينائي سيال سره ټيليفوني خبرې ٬ د غزه په روانه وضعه خبرې
ریاض۔15اکتوبر (اے پی پی)د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان له خپل چينايي سيال وانګ يي سره ټېلېفوني خبرو كښې د غزې او د دې د شاوخوا سيمې په وروستيو حالاتو خبرې وکړې۔ د سعودي عربستان د خبري اژانس د راپور له مخې د بهرنيو چارو دواړو وزيرانو په غزه كښې په روانه وضعه او په دې لړ كښې د روانو نړيوالو هڅو جاج واخست۔ د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په فلسطیني وګړو د روان بريدونو مخنيوي په اهميت او د ټولو متحارب فريقو لخوا د نړيوالو بشري قوانينو د خيال ساتلو په ضرورت زور راوړو۔ شهزاده فېصل ووئيل چين له به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مستقل غړي په حېث دا خبره باوري كولو له خپل كردار ترسره كول وي چې سلامتي كونسل په سمدستي توګه نړيوال امن او سلامتيا په ځايې ساتلو له خپله ذمه واري ترسره كړي۔ ده په سمدستي توګه د پوځي كارروائيو په بندولو او د غزه محاصرې په ختمولو هم زور راوړو۔











