ریاض۔14اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان غزه څخه د فلسطيني وګړو جبري بې دخلۍ اسرائيلي غوښتنه مسترد او په تش لاسې وګړو د پرله پسې بريدونه غندنه كړې ده۔ د العربيه له مخې د سعودي خارجه دفتر لخوا په جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې سعودی عربستان يو وارې بيا نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د تش لاسه وګړو په ضد هر ډول عسكري …
سعودي عربستان فلسطيني وګړو څخه د قطبي غزه پريښودلو اسرائيلي غوښتنه مسترد كړه
ریاض۔14اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان غزه څخه د فلسطيني وګړو جبري بې دخلۍ اسرائيلي غوښتنه مسترد او په تش لاسې وګړو د پرله پسې بريدونه غندنه كړې ده۔ د العربيه له مخې د سعودي خارجه دفتر لخوا په جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې سعودی عربستان يو وارې بيا نړيوالې ورورلۍ څخه غوښتنه كوي چې هغه دې د تش لاسه وګړو په ضد هر ډول عسكري تشدد بند كري٬ د بشري الميې رامخې ته كېدو مخنيوي كولو سره سره دې د غزا اولس ته د دويانو او د مرستې سامان رسولو له فوري ګامونه پورته كړي۔ سعودي عربستان غوښتنه وكړه چې د غزه ناكه بندي دې ختمه كړې شي٬ ژوبل كسان دې دغې ځايې څخه ووېستل شي ٬ د نړيوال بشري قانون او د نړيوالو رواياتو بايد پابندي وكړې شي۔ مملکت د عرب امن فارمولې او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د امن عمل مخ په وړاندې بوتللو زور هم راوړو۔











