چين او سري لنكا د بنلټ اينډ روډ په تعمير كښې يو شمير نتيجې ترلاسه كړې دي٬ سري لنكن صدر

کو لمبو14اکتوبر(اے پی پی) د سری لنکا صدر وکرما سنګھے چائنا میډیا ګروپ سره يوه خصوصي مركه كښې وئيلي دي چې مونږ د "بېلټ اېنډ روډ" نړيواله همكارۍ كښې د ګډون د لارې د خپلو مسئلو حل لټولو هيله لرؤ۔ ده ووئيل 70 كاله وړاندې چين او سري لنكا د وريژو ٬ ربړ لوظنامې لاس ليك كړے وے چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوستانه تبادلو دروازه پرانستلې شوې …

کو لمبو14اکتوبر(اے پی پی) د سری لنکا صدر وکرما سنګھے چائنا میډیا ګروپ سره يوه خصوصي مركه كښې وئيلي دي چې مونږ د “بېلټ اېنډ روډ” نړيواله همكارۍ كښې د ګډون د لارې د خپلو مسئلو حل لټولو هيله لرؤ۔ ده ووئيل 70 كاله وړاندې چين او سري لنكا د وريژو ٬ ربړ لوظنامې لاس ليك كړے وے چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوستانه تبادلو دروازه پرانستلې شوې وه۔ وکرما سنګھے ووئيل يادې شوې لوظنامې د سري لنكا معاشي پرمختګ ته په وده وركولو كښی مهم كردار ترسره كړے دے۔ سری لنکا وريژو او چين ربړ ته اړتيا لري۔ او مونږ د يو بل مرسته كوؤ۔ ده ووئيل د وريژو ربړ لوظنامې جذبه جاري ساتلو له مونږ په “بېلټ اېنډ روډ” انېشی اېټو كښې شامل شوې يؤ۔ ده ووئيل مونږ نه يوازې د تجارت بلكې د انفراسټرکچر او سرمايه كارۍ څانګې په شمول نورو څانګو كښې هم همكاري كوؤ۔ ده ووئيل د تېرو يوې لسيزې په مهال چين او سري لنكا په ګډه د “بېلټ اېنډ روډ” په تعمير كښې يو شمېر نتيجې ترلاسه كړي دي

مزید خبریں