د غزه صورتحال ٬ سعودي عربستان د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډه راوبلله

ریاض۔11اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان د غزه وضعیت په اړه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو بېړنۍ غونډه رابللې ده۔ د سعودي خبري اژانس راپور له مخې د خارجه وزيرانو غونډه كښې به په غزه او دې سره په پېوستو سيمو كښې د عسكري كارروائيو او مخ په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي جاج اخستلے شي كوم چې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پرله پسې …

ریاض۔11اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان د غزه وضعیت په اړه د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو بېړنۍ غونډه رابللې ده۔ د سعودي خبري اژانس راپور له مخې د خارجه وزيرانو غونډه كښې به په غزه او دې سره په پېوستو سيمو كښې د عسكري كارروائيو او مخ په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي جاج اخستلے شي كوم چې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پرله پسې خطر سبب جوړېږي۔ سعودي عربستان د او آئي سي غونډه د اسلامي سرمشريز كنفرنس د موجوده سېشن مشر او د او آئي سي وركنګ كمېټۍ چيئرمېن په حېث رابللې ده۔ دې نه ځانله د او آئي سي عمومي سېكرټرېټ په غزه كښې د اسرائيلي پوځ د جارحيت يو وارې بيا غندنه كړې ده د كوم له امله چې د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي شهيدان او ژوبل شوي دي۔ او آئي سي نړيوالې ورورولۍ ته غږ كړے چې هغه دې اسرائيلي جارحيت بند كړي۔ فلسطيني اولس ته نړيوال تحفظ وركولو سره سره دې د اسرائيل د غاصبانه قبضې ختمولو له كوټلې كردار ترسره كړي۔ د خپلواكه فلسطيني رياست او ختيز قدس د دې پلازمينه جوړولو له دې اقدامات وكړے شي۔ او آئي سي سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغه د عرب امن فارمولې او نړيوالو قراردادونو له مخې د دوه رياستي حل تصور په بنياد بشپړه او منصفانه امن راولي۔

مزید خبریں