مقبوضه بيت المقدس11اکتوبر(اے پی پی)صيهواني ځواكونو لپاره د ګوله بارود څخه ډكه وړومبۍ امريكائې الوتكه د شورو په ورځ سهار اسرائيل ته رسېدلې ده۔د اسرائيلي ډيفنس ځواكونو پرېس سروس له مخې دا الوتكه په نيواتيم ايئر بيس كوزه شوې ده ٬دا جديد ګوله بارود لري ۔اسرائيلي ځواكونو په دې ملاتړ د امريكې مننه كړې ۔ده ووئيل زمونږ شريك دښمن ته معلومه ده چې زمونږ د ځواكونو ترمينځه مرسته دومره قوي …
مقبوضه بيت المقدس٬ صيهواني ځواكونو لپاره د ګوله بارود وړومبې امريكائي الوتكه اسرائيل ته ورسېده
مقبوضه بيت المقدس11اکتوبر(اے پی پی)صيهواني ځواكونو لپاره د ګوله بارود څخه ډكه وړومبۍ امريكائې الوتكه د شورو په ورځ سهار اسرائيل ته رسېدلې ده۔د اسرائيلي ډيفنس ځواكونو پرېس سروس له مخې دا الوتكه په نيواتيم ايئر بيس كوزه شوې ده ٬دا جديد ګوله بارود لري ۔اسرائيلي ځواكونو په دې ملاتړ د امريكې مننه كړې ۔ده ووئيل زمونږ شريك دښمن ته معلومه ده چې زمونږ د ځواكونو ترمينځه مرسته دومره قوي ده چې دومره وړاندې كله هم نه وه او دا د سيمه ايزې سلامتيا او استحكام مهم عنصر دے ۔د تازه اطلاعات له مخې د اكتوبر 7مې نېټې څخه د نښتو په نتيجه كښې نزدې 900 فلسطينيان مړه او 4500 څخه زيات ژوبل شوي او د 1000 څخه زيات اسرائيلي مړه او 3400 څخه زيات ژوبل شوي دي ۔











