متحده عرب امارات د افغانستان زلزله ځپليو له د بېړنۍ مرستې وړومبے كھېپ ولېږلو

ابو ظهبی۔11اکتوبر(اے پی پی) متحده عرب امارات په افغانستان کښې زلزله ځپليو کورنیو لپاره د بېړنۍ مرستې وړومبے كھېپ لېږلے دے. د سعودي رسنیو له مخې متحده عرب امارات د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کښې زلزله ځپلو کورنیو لپاره د 33 ټنه خوراکي توکو وړومبے كھېپ روان كړے دے۔ د خوراك دا سامان د امارات يو شمېر د مرستې ادارو جمع كړے په كومو كښې چې اماراتې هلال احمر …

ابو ظهبی۔11اکتوبر(اے پی پی) متحده عرب امارات په افغانستان کښې زلزله ځپليو کورنیو لپاره د بېړنۍ مرستې وړومبے كھېپ لېږلے دے. د سعودي رسنیو له مخې متحده عرب امارات د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کښې زلزله ځپلو کورنیو لپاره د 33 ټنه خوراکي توکو وړومبے كھېپ روان كړے دے۔ د خوراك دا سامان د امارات يو شمېر د مرستې ادارو جمع كړے په كومو كښې چې اماراتې هلال احمر ٬ زايد فاؤنډېشن او خلیفه بن زاید آل نهیان فاونډېشن د یادونې وړ دي۔ د مرستې دا سامان د خارجه دفتر په مرسته ولېږلے شو۔ د امارات مرستيال خارجه وزير سلطان الشامسي وئيلي دي په هرات كښی د خوراك سامان او داروګانو سخت كمے دے۔ د زلزلې له امله ځايي وګړي زيات ځپلې شوي ۔ په خاص توګه مېرمنې ٬ ماشومان او مشران فوري مرستې ته اړتيا لري۔

مزید خبریں