د اسرائيل حكومت دې د ايران په ضد له كوم هم جارحيت څخه ډډه وكړي٬ د ايران وياند

تهران۔10اکتوبر(اے پی پی) ايران خبردارے وركړے د حماس لخوا په اسرائيل له بريد څخه وروستو دې كوم هم هېواد په ايران د بريد كولو هڅه نه كوي۔ د المان خبري اژانس له مخې د ايران خارجه وزارت وياند ناصر کنعانی سپيناوے كړے چې زمونږ هېواد په دې شخړه كښې برخه نه لري او د اسرائيل حكومت دې دا شخړه په ايران د بهانې په توګه نه كاروي او د ايران …

تهران۔10اکتوبر(اے پی پی) ايران خبردارے وركړے د حماس لخوا په اسرائيل له بريد څخه وروستو دې كوم هم هېواد په ايران د بريد كولو هڅه نه كوي۔ د المان خبري اژانس له مخې د ايران خارجه وزارت وياند ناصر کنعانی سپيناوے كړے چې زمونږ هېواد په دې شخړه كښې برخه نه لري او د اسرائيل حكومت دې دا شخړه په ايران د بهانې په توګه نه كاروي او د ايران په ضد دې له كوم هم جارحيت څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل په ايران د بريد كولو د كوم احمقانه عمل به ناوړه نتيجې رامخې ته شي۔ ده دا بيان د هغه شكونو او شبهات په تناظر كښې وركړے چې حماس ته د ايران ملاتړ ترلاسه دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د ايران سفير هم وئيلي دي په اسرائيل بريد كښې ايران ككړ نه دے۔ د اسرائیل او حماس ترمينځه په جنګ كښې له شدت څخه وروستو ايران وئيلي دي چې د دې جنګ مخنيوي لپاره به نړيوالو قوتونو له خپل كردار ترسره كول وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د ایران خارجه وزارت وياند ناصر کنعانی په دې خبره زور راوړے چې د اسلامي هېوادونو تنظيم او آئي سي يوه بېړنۍ غونډه دې راوبللې شي۔

مزید خبریں