باکو ۔9اکتوبر(اے پی پی) آذربائيجان به د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) وزيرانو كونسل 27 مې غونډې (نن) د نهې په ورځ كوربتوب كوي٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني به د پاكستان نمائندګي كوي۔ د اقتصادي مرستې تنظيم وزيرانو كونسل غونډه د آذربائیجان په شوشا ښار كښې كېږي۔ د آذربائیجان خارجه وزير جیهون بیراموف او د پاکستان خارجه وزير جليل عباس جېلاني پشمول د اي سي او غړو …
آذربائيجان به نن د اي سي او وزيرانو كونسل 27 مې غونډې كوربتوب كوي٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني به د پاكستان نمائندګي كوي

مزید خبریں
باکو ۔9اکتوبر(اے پی پی) آذربائيجان به د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) وزيرانو كونسل 27 مې غونډې (نن) د نهې په ورځ كوربتوب كوي٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني به د پاكستان نمائندګي كوي۔ د اقتصادي مرستې تنظيم وزيرانو كونسل غونډه د آذربائیجان په شوشا ښار كښې كېږي۔ د آذربائیجان خارجه وزير جیهون بیراموف او د پاکستان خارجه وزير جليل عباس جېلاني پشمول د اي سي او غړو هېوادونو خارجه وزيران به دې غونډه كښې ګډون كوي۔ خارجه وزير به غونډه كښې ګډون كولو لپاره د اكتوبر 9 مې څخه تر 10 مې نېټې د آذربائیجان سرکاری دورہ كوي۔ خارجه وزير به کونسل آف منسټرز (سی او اېم) ته خطاب كوي۔ دې به په دې موقع د غړو هېوادونو وزيرانو او نورو مهمو شخصيات سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ په 27 مه اي سی او اېم غونډه كښې به غړي هېوادونه په تجارتي او اقتصادي همكارۍ او سماجی، كلتوري ٬ تکنیکی او سائنسی برخو كښې د همكارۍ د لارې د اي سي او منطقې تل پاتي پرمختګ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د روان كال په مهال د غونډې سرخط به “ګرین ټرانزېشن او انټر کنېکټیویټی” وي۔










