اسلام آباد 06 جون(اے پي پي)د اسلام آباد وګړو او په خاص توګه د ځوانانو تفريح لپاره په فاطمه جناح پارك (اېف نائن) مارګله فېسټول كښې په اسونو د نېزه بازۍ سيالۍ پائي ته رسېدلي دې ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد په دې موقع خاص مشر مېلمه وو۔په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني٬ د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري راجه …
مارګله فېسټول كښې په اسونو د نېزه بازۍ سيالۍ پائي ته ورسېدې ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد پوزيشن ترلاسه كوٶنكو لوبغاړو له انعامونه او ټرافۍ وركړې

مزید خبریں
اسلام آباد 06 جون(اے پي پي)د اسلام آباد وګړو او په خاص توګه د ځوانانو تفريح لپاره په فاطمه جناح پارك (اېف نائن) مارګله فېسټول كښې په اسونو د نېزه بازۍ سيالۍ پائي ته رسېدلي دې ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد په دې موقع خاص مشر مېلمه وو۔په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني٬ د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري راجه محمد حنيف٬ اسلام آباد دوهم ميئر چوهدري رفعت اېډٶوكېټ هم موجود وو۔ د نېزه بازۍ په سيالو كښې د 50 نه زياتو كلبونو او د 400 نه زياتو لوبغاړو روايتي جامو كښې برخه واخسته۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد او وزیراعظم د سياسي چارو سلاحكارډاکټر آصف کرماني د ون يونټ وړومبي ٬ دوئټم او درېم پوزيشن ترلاسه كوٶنكو لوبغاړو٬ انتظاميې او ججز له شېلډز او نغد انعامونه وركولو سره په ښه لوبه كولو مباركي وركړه او د لوبغاړو ډاډګيرنه ئي وكړه۔ انتظاميې د لوبې په ډاډګيرنه كولو د وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد ٬ ډاكټر آصف كرماني او د چوهدري طارق فضل چوهدري مننه وكړه۔








