ګلګت 26 جون (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د خزانې وزير جاوېد علي منوا په ايوان كښې كال 24-2023 لپاره په مجموعي توګه د 116 اربه 15 كروړه روپو حجم بجټ وړاندې كړې چې پكښې غېر پرمختيائي خرڅونو لپاره 74 اربه روپۍ او پرمختيائي خرڅونو لپاره 28ا ربه 45 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ د ګل په ورځ د ګلګت بلتستان اسمبلي د بجټ غونډه په اسمبلي هال ګلګت كښې وشوه ٬ د بجټ په غونډه كښې په غنمو سبسډي لپاره 13 اربه 70 كروړه روپۍ تجويز كړې شوې دي٬ د خزانې وزير د ګرېډ ون نه تر 16 ملازمانو په تنخاګانو كښې 35 فيصده او د 17 نه تر 22 ګرېډ لپاره 30 فيصده اضافه اعلان كړه۔ ده ووئيل چې د صحت څانګې بهترۍ لپاره يو ارب 37 كروړه روپو نه زياتې مختص كړې شوې دي۔ د خزانې وزير ووئيل چې تعليم لپاره يو ارب 57 كروړه٬ اېنيمل او فشريز لپاره 45 كروړه٬ پاور سېكټر لپاره 4 اربه 17 كروړه٬ اوبه خور لپاره 24 كروړه٬ د تعميراتو د فزيكل پلاننګ او هاٶسنګ څانګې لپاره يو ارب 33 كروړه٬ مواصلاتي نظام لپاره 3 اربه 46 كروړه او د آئي ټي سېكټر لپاره 28 كروړه 53 لكه روپۍ تجويز كړې شوې دي