
پېښور 25 جون(اے پی پی)د عوامي نېشنل ګوند(اے اېن پي)خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان ووئيل چې په پیښور كښې د منموهن سنګ وژنه تشويشناك او د غندنې وړ ده۔ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې اولس٬پوليس٬سياستمدارو او پوځيانو پشمول د خېبرپښتونخوا هر تن قرباني وركړې٬مونږ غوښتنه كوو چې د ترهه ګرو په ضد دې سخت نه سخته كاروائي وكړې شي