د طوفان او بارانونو له امله ځپلې شوې ضلعو ته اعلان شوې مالي مرستې وركولو له به ټول وسائل كارولې شي۔ اميرمقام

پېښور 11 جون (اے پي پي) د وزيراعظم سلاحكار امير مقام بنو، لکي مروت، کرك خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو سيمو كښې د طوفاني بارانونو د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي مونږ ټولو ځپليو سره ولاړ يو او حكومت به په دې سخت وخت كښې د طوفان او بارانونو له امله ځپلې شوې ضلعو ته ټولې اعلان شوې مالي مرستې وركولو لپاره …

پېښور 11 جون (اے پي پي) د وزيراعظم سلاحكار امير مقام بنو، لکي مروت، کرك خېبر پښتونخوا او د هېواد په نورو سيمو كښې د طوفاني بارانونو د لاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي مونږ ټولو ځپليو سره ولاړ يو او حكومت به په دې سخت وخت كښې د طوفان او بارانونو له امله ځپلې شوې ضلعو ته ټولې اعلان شوې مالي مرستې وركولو لپاره ټول وسائل كاروي۔ ميډيا سره په خبرو كښې انجينئر امير مقام ووئيل د بارانونو له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كوم٬ وزيراعظم شهباز شريف په ټول صورتحال نظر ساتلے دے ٬ ده ووئيل پېسكو 1260 فيډرز لري چې پكښې 300 نزدې د طوفاني بارانونو له امله خراب شوې دي، وړومبې د روغتونون برېښنا بحال شوې ده٬ په 64 فيډرز كار روان دے ۔ ده د دې خبرې انكشاف وكړو چې د زيان اندازه د 500 مليونه نه زياته ده٬ د معاوضو اعلان د وړاندې نه شوې دې۔ ده ووئيل د يوټېلټي سټورز د لارې د اربونو سبسډي سره د خېبرپښتونخوا له د 19 اربه روپو مفت اوړه وركړې شوې دي٬ د تعطل نه غېر د صوبو ترمېنځه د اوړو رسد جاري ساتلو لپاره ټولې پوستې ختم كړې شوې دي٬ ټاكنې به سل فيصده كېږي او كه پاك پروردګار ته منظور وي په روان كال كښې به كېږي

مزید خبریں