پېښور ۔ 10 جون (اے پی پی) په بنوں ډويژن كښې د طوفاني باران په نتيجه كښې تر دې دمه 17 كسان مړه او د چھتونو ٬ دېوالو پرېوتو او د تندرونو غورځېدو له امله 102 كسان ژوبل شوي دي۔ د بنوں كمشنر پروېز ثبت خېل په خپل رپورټ كښې وئيلي چې په روغتونونو كښی بيړنې حالت په ځايې كړې شوې دې۔ ده ووئيل په بنوں كښې 12 او لكي مروت كښې 5 كسان په حق رسېدلې دي۔ دغسې په ضلع بنوں كښې 65 او په لكي مروت كښی 37 كسان ژوبل شوي دي۔ د بنوں ډويژن كمشنر پروېز ثبت خېل وئيلي چې پوځ د مرستې په كارروائيو كښی بوخت دے۔ کمشنر ووئيل د ځپليو مرستې لپاره ټولې وسيلې كارولې شي۔ ده ووئيل د حق رسېدليو كسانو غمجنيو كورنيو سره ولاړ يؤ او ژوبل شويو ته طبي مرسته وركولې شي۔