د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ د تربت پوهنتون دوره

کوئټه۔8جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ وئيلي دي چې مونږ د لوستي بلوچستان خوب ريښتيا كولو له كوټلي ګامونه پورته كوؤ۔ زده كړې د هر ډول پرمختګ بنياد دے ځكه اوسنې حكومت د كوالټي ايجوكېشن وركولو هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د تربت پوهنتون دورې په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د یونیورسټی آف تربت …

کوئټه۔8جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ وئيلي دي چې مونږ د لوستي بلوچستان خوب ريښتيا كولو له كوټلي ګامونه پورته كوؤ۔ زده كړې د هر ډول پرمختګ بنياد دے ځكه اوسنې حكومت د كوالټي ايجوكېشن وركولو هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د تربت پوهنتون دورې په موقعه خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د یونیورسټی آف تربت وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر جان محمد، پرنسپل سېکرټری ټو ګورنر بلوچستان عبدالناصر دوتانی او کمشنر فېصل آغا هم ده سره وو۔ ګورنر ملک عبدالولی خان کاکړ ووئيل د اېچ ايي سي په مرسته مو د ساحلي سيمو زده كوؤنكو له 2 سوه سكالرشپ بېل كړې دي چې ورسره به دې زده كوؤنكو ته د اعلی زده كړو په ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د تربت پوهنتون جوړېدو سره په پېوستو سيمو كښې د زده كړو په څانګه كښې مثبت نتيجې رامخې ته شوي۔

مزید خبریں