پیښور 07 جون (اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان وئېلي دي چې د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو په ضد به په هر فورم غږ پورته كوم٬د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو ډالۍ پښتون قوم د وينې او د قتل په شكل ترلاسه كوي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د اے اېن پي صوبائي صدر ايمل ولي …
د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو په ضد به په هر فورم غږ پورته كوم۔ايمل ولي خان

مزید خبریں
پیښور 07 جون (اے پي پي)د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا صدر ايمل ولي خان وئېلي دي چې د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو په ضد به په هر فورم غږ پورته كوم٬د ترهه ګرو او د هغوي د سهولت كارو ډالۍ پښتون قوم د وينې او د قتل په شكل ترلاسه كوي۔د شورو په ورځ په خپل بيان كښې د اے اېن پي صوبائي صدر ايمل ولي خان وئېلي دي چې پرون په مير علي شمالي وزيرستان كښې د فقير آف ايپي جانشين حاجي شير محمد نامعلومو كسانو شهيد كړې٬په پښتنو مسلط جنګ خاتمې لپاره مونږ عدالت ته تلي و دغسې چې ذمه وار ته د قانون له مخې سزا وركړې شي۔ده ووئيل چې د حاجي شير محمد خان كورنۍ سره غمرازي كوو او وعده كوو چې د هغه ترهه ګرو او سهولت كارو په ضد به هر فورم د وړاندې نه هم زيات غږ پورته كوم۔ده ووئيل چې مونږ ته نور ھېڅ نه دي پكار٬بس د خپل قوم لپاره د امن غواړو۔









