لاهور 07 جون (اے پي پي) د سکھ مذهب تهوار “جوړ مېلے” په دستورو كښې ګډون لپاره به د هند د سلګونو په شمېر سکھ ياتري (نن) د زيارت په ورځ د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسي۔ د متروكه وقف املاك بورډ وياند وئيلي دي چې د بورډ او شرائنز اېډيشنل سېکتر رانا شاهد سليم به د پي اېس جي پي سي پردھان او نور سكھ مشرانو سره به د ياتريانو هركلے كوي۔ په دې لړ كښې د سكھ كميونټي په جوړ مېله كښې ګډون كوونكو مېلمنو لپاره امنيتي او نور انتظامات بشپړ كړې شوې دي