پېښور 06 جون (اے پي پي) كاٶنټر ټرارسټ سكوارډ (سي ټي ډي) په وخت كاروائي كولو سره يو ترهګر وژلې او يو شمېر يۍ ژوبل كړي۔ پوليس لائن كښې ميډيا سره په خبرو كښې د سي ټي ډي اېس اېس پي كاشف آفتاب ووئيل تېره شپه د ښار په خوا اوشا متنۍ او ادهيزئۍ سيمو كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاغ پوليس او امنيتي ځواكونو په سيمو كښې عمليات پېل كړل او په دې مهال د پوليس او شر خوښو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه چې پكښې يو ترهګر ووژل شو او ګڼ شمېر ژوبل شول او ځېنې د شپې په تياره كښې وتښتېدل۔ د ترهګرو په ډزو كښې پوليس ته كوم زيان نه دے رسېدلے۔ بلخوا ترهګرو څخه پنځه كلو بارودي مواد او نوره وسله برآمد شوې ده۔ د تښتېدلو ترهګرو په ضد عمليات روان دي