د بلوچستان داخله وزير ايډيشنل چيف سيكتر څخه په ايډوكېټ عبد الرزاق د ډزو پيښې رپورټ وغوښتلو

کوئټه۔6جون(اے پی پی) د بلوچستان داخله وزير مير ضياﺀ الله لانګو په اېډوكېټ عبد الرزاق د ډزو پېښې نوټس اخستلو سره د داخله چارو اېډيشنل چيف سېكتر څخه په 24 ساعتو كښې د پېښې په اړه رپورټ غوښتلے دے۔ داخله وزير د اېډوكېټ عبد الرزاق د وژنې په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔ په يو بيان كښې ده وئيلي چې دا ډول ترهګري به كله هم زغملې نه شي۔ ده د اروښاد بخښنې او غمجنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔