لاهور 05 جون (اے پي پي) د لاهور هائيکورټ د تحريك انصاف لارښود شاه محمود قرېشي د 9 مئي په پېښو كښې د نه ګرفتارولو او د مقدمو تفصيلات وړاندې كولو له په دائر كړې شوي خواست سبا د نهې په ورځ پوليس څخه د مقدمو فهرست غوښتلے دے۔ د لاهور هائيکورټ جسټس علي باقر نجفي د شاه محمود قرېشي د لور ګوهر بانو په درخواست د ګل په ورځ ابتدائي سماعت كولو سره نوټس جاري كړو٬ په درخواست كښې د پنجاب چيف سېكتر پشمول نور فريق جوړ كړې شوې دي۔ په درخواست كښې موقف اختيار كړې شوې دې چې د مئي 9مه نېټې پېښو نه پس د شاه محمود قرېشي په ضد د درج مقدمو معلومات دې راكړې شي او د ھغه د نيولو نه د منع كولو دې امر وكړے شي