ملتان 29مئی(اے پی پی)د ملتان ډويژن كمشنر انجينئر عامر خټك سره د قزاخستان سفير يرزاهان كستافم ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔كمشنر عامر خټك د ملتان ډويژن ښېرازه كلتور ٬پرمختيائي پروژو او د نورو څيزونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د قزاخستان كونسل جنرل راؤ خالد محمود٬ اېډېشنل كمشنر سرفراز احمد او نورو چارواكي موجود وو