راروان بجټ كښې به د صوبي او په خاص توګه ضم شوي ضلعو وګړو له ریلیف وركولې شي ۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر

پېښور 28 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی وئيلي دي چې د معاشی بدحالغ باوجود وفاق، صوبائی حکومتونو د اړخه د صوبې ضم شوي ضلعو پرمختګ لپاره فنډز بيلولې شي۔ګورنر سره د خېبر پښتونخوا پخواني ګورنر اقبال ظفر جھګړا ،د خېبر پښتونخوا پخواني اعلیٰ وزيرانو آفتاب احمد شیر پاو، صابر شاہ او پښتونخوا ملی عوامی ګوند صوبائی صدر محمد علی ملاقات كړې ،د ملاقات په مهال د صوبې په سیاسی، معاشی،انتطامی چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ګورنر سره د چترال، خېبر، کرم، شمالی او جنوبی وزیرستان، باجوړ، دیر، سوات چیمبرز صدرانو او په نورو عهدیدارو مشتمل 60 كسيزه شريك بزنس کمیونټی پلاوي هم ملاقات كړې او په بيل اقتصادی، سماجی معاملات، ضم شوي ضلعو او پاټا كښې د ټیکس نفاذ، انډسټری ته په پېښو مسئلو ئې خبري اتري كري۔