د 28 مئي ورځ نه يواځي د پاكستان بلكه ټولو مسلمانانو لپاره د وياړ او اعزاز ورځ ده۔محمد اعظم خان

پېښور 28 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزیر اعلی محمد اعظم خان ټول قام له په یوم تكبیر مباركي وركولو سره وئيلي چې د 28 مئي ورځ نه يواځي د پاكستان بلكه ټولو مسلمانانو لپاره د وياړ او اعزاز ورځ ده ،25 كاله وړاندې په دې ورځ پاكستان د نړۍ 7م او اسلامي هېوادونو وړومبې اتومي طاقت په توګه رامخې ته شوي او ټولي نړۍ د پاكستان اتومي صلاحیت قبول كړې ۔ د یوم تكبیر په مناسبت سره جاري شوې خپل بيان كښې نګران وزیر اعلی ووئيل دا هغه ورځ ده كومي چې د پاكستان او پاكستاني وګړو سر پورته كړې او د هېواد په اهمیت كښې ښكاره اضافه كولو سره د نړۍ په مهمو هېوادونو كښې شامل شوې۔ده ووئيل نن په نړۍ كښې پاكستان ته چې كوم مقام ترلاسه دې د هغې يواځنۍ وجه اتومي صلاحیت دې،په دې تناظر كښې د 28 مئي ورځ د پاكستان په تاریخ كښې به عمر له ياد ساتلې شي۔